د البیروني پوهنتون د شاوخوا ۷۰۰ محصلانو ترمنځ د "دوحې تړون" کتاب رقابتي ازموینه واخیستل شوه
د "دوحې تړون" کتاب رقابتي ازموینه نن د البیروني پوهنتون د شاوخوا ۷۰۰ محصلانو په ګډون د دغه پوهنتون په جامع جومات کې ترسره شوه.
د دې برنامې په پیل کې، د البیروني پوهنتون رئیس، ښاغلي شیخالحدیث سیدبشیر آغا هاشمي، د دغې ازموینې له تنظیموونکو څخه د مننې ترڅنګ، د تعهد او تړون د ارزښت او د دوحې تړون د لاسلیک اهمیت په اړه خبرې وکړې او د دغه تړون د محتوا د مطالعې او په اړه یې د پوهاوي پر اهمیت ټینګار وکړ.
دغه ازموینه د البیروني پوهنتون د ارشاد او دعوت آمریت او د محصلانو د خدماتو د انسجام آمریت له لوري، د تنویر فرهنګي ادارې په همغږۍ او د البیروني پوهنتون د رهبرۍ پلاوي او اړوندو مسؤلینو په حضور او څارنه کې ترسره شوه. د دې ازموینې موخه د محصلانو هڅول مطالعې ته او د "دوحې تړون" کتاب د محتوا په اړه د هغوی د پوهاوي لوړول بلل شوې ده.
په دې سیالۍ کې هغو محصلانو ته چې له لومړي څخه تر لسم مقام پورې یې ترلاسه کړي، بېلابېلې جایزې؛ د کمپیوټر او نغدي جایزو په ګډون، په پام کې نیول شوې دي.
د البیروني پوهنتون مسؤلینو د دا ډول علمي او رقابتي پروګرامونو ترسره کول د مطالعې د فرهنګ د ودې، کتاب لوستلو ته د محصلانو د هڅونې او د هغوی د علمي پوهاوي د کچې د لوړولو په برخه کې مهم وبلل او د ورته پروګرامونو پر دوام یې ټینګار وکړ.