د البیروني پوهنتون محصلانو ته "د اسلامي شریعت له نظره احتکار" تر سرلیک لاندې یو ورځنی ښوونیز سیمینار وړاندې شو
د احتکار د مفهوم او د هغه د شرعي احکامو په اړه د محصلانو د پوهاوي لوړولو په موخه، د البیروني پوهنتون د محصلانو د خدمتونو د انسجام آمریت له لوري د دغه پوهنتون د شرعیاتو او اقتصاد پوهنځیو محصلانو ته "د اسلامي شریعت له نظره احتکار" تر سرلیک لاندې یو ورځنی ښوونیز سیمینار د نشراتو او عامه اړیکو آمریت په تالار کې وړاندې شو.
په دغه سیمینار کې چې ګڼ شمېر محصلانو ګډون کړی و، د البیروني پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي استاد او د سیمینار وړاندې کوونکي، پوهندوی فضلالرحمن حقیار، د احتکار پر مفهوم او تعریف، په اسلامي شریعت کې د هغه پر حکم، د احتکار پر مواردو او ډولونو، د هغه پر اقتصادي او ټولنیزو زیانونو او د افرادو او ټولنې پر ژوند د احتکار د اغېزو په اړه مفصل او هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.
د یادونې وړ ده چې د البیروني پوهنتون د محصلانو د خدمتونو د انسجام آمریت، د محصلانو د دیني، علمي او ټولنیزې پوهې د کچې لوړولو په موخه، په بېلابېلو برخو کې ښوونیز او د پوهاوي