د البیروني پوهنتون د طب پوهنځي محصلانو ته د (اګزېټ ازموینې لارښود) تر سرلیک لاندې سیمینار وړاندې شو

islam_admin
Mon, Jun 22 2026 2:25 PM
طب

د البیروني پوهنتون د طب پوهنځي د پنځم ټولګي محصلانو ته د یاد پوهنځي په تالار کې د (اګزېټ ازموینې لارښود) تر سرلیک لاندې ښوونیز سمینار وړاندې شو.

په دې سمینار کې محصلان د اګزېټ ازموینې له موخو، جوړښت، د چمتووالي له طریقې او اړوندو مهمو ټکو سره آشنا شول او د دغې مهمې ازموینې د بریالیتوب لپاره یې اړین معلومات ترلاسه کړل.

یاد سیمینار د البیروني پوهنتون د رسنیو مرکز د عمومي مدیریت له لوري جوړ شوی و، چې د همدې پوهنتون د طب پوهنځي استاد ښاغلي پوهنمل دکتور غلام سرور خالد له خوا وړاندې شو.