د لوړو زدهکړو وزارت د علمي چارو د څارنې او ارزونې پلاوی البیروني پوهنتون ته د یادو چارو ارزونې په موخه
د لوړو زدهکړو وزارت د علمي چارو د څارنې او ارزونې ریاست له لوري، د کلني پلان او د وزارت د عاليقدر مقام د (۱۲۰۸۸) ګڼې حکم پر بنسټ، یو ځانګړی پلاوی د علمي چارو د څارنې او ارزونې په موخه نن البیروني پوهنتون ته راغی.
دغه پلاوی چې مشري یې د خصوصي لېسانس د علمي چارو د څارنې او ارزونې مسلکي غړي حاجي مولوي عبدالمالک پر غاړه لري، په ترکیب کې یې محمد سلیم عمري د خصوصي لېسانس د کړنو او پلان د تطبیق د څارنې او ارزونې عمومي مدیر، پوهنوال مجیبالرحمن عارض د پکتیا پوهنتون استاد او پوهندوی حضرتالدین صدیقي د پکتیا پوهنتون استاد شامل دي.
ټاکل شوې ده چې یاد پلاوی د پوهنتون علمي، اداري او تدریسي چارې وارزوي او اړوند برخو سره خپلې ارزونې او سپارښتنې شریکې کړي.
د البیروني پوهنتون رهبري د یاد پلاوي هرکلی وکړ او ډاډ یې څرګند کړ، چې له پلاوي سره به په ټولو برخو کې لازمې همکارۍ ترسره شي او اړوند اسناد او معلومات به ورسره شریک کړل شي.