په البیروني پوهنتون کې د نیالګیو کېنولو بهیر پیل شو
د شنو سیمو د پراختیا او د سالم چاپېریال د رامنځته کولو په موخه، په البیروني پوهنتون کې د نیالګیو کېنولو بهیر عملاً پیل شو او د پوهنتون انګړونو ته بېلابېل مثمر او زینتي نیالګي راوړل شول.
د دې بهیر په ترڅ کې د پوهنتون عمومي رئیس، ښاغلي شیخالحدیث سید بشیر آغا هاشمي، او د مالي او اداري چارو مرستیال، ښاغلي برکتالله حنفي، په خپله د نیالګیو په کېنولو کې برخه واخیسته او له اړوندو کارکوونکو سره یوځای یې یو شمېر نیالګي کېنول.
د پوهنتون رهبري د نیالګیو کېنول یو مهم او عملي ګام وباله او ټینګار یې وکړ چې پوهنتون باید د علمي پرمختګ تر څنګ د چاپېریال ساتنې په برخه کې هم مخکښ رول ولري. همداراز د نیالګیو د ساتنې او پالنې پر اهمیت ټینګار وشو، څو کېنول شوي نیالګي په راتلونکو کلونو کې شنې او ګټورې ونې شي او د پوهنتون فضا لا ښکلې او تازه کړي.