د البیروني پوهنتون علمي شورا ناسته د دې پوهنتون عمومي رئيس په مشرۍ ترسره شوه

islam_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۶ - ۱۴:۴۹
پوهنتون البیرونی

د البیروني پوهنتون د عمومي رئیس، ښاغلي شیخ‌الحدیث سید بشیر آغا هاشمي، په مشرۍ د دې پوهنتون د علمي شورا ناسته د استادانو د مسلکي پراختیا مرکز په تالار کې ترسره شوه، چې د پوهنتون رهبري او د علمي شورا ټولو غړو پکې ګډون کړی و.

ناسته د قرآن عظیم‌الشان د مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه. ورپسې د پوهنتون عمومي رئیس وینا وکړه او د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د درنې واورې ورېدو له امله د یو شمېر هېوادوالو د شه/ادت له کبله یې د تسلیت مراتب وړاندې کړل. نوموړي ګډونوالو ته سپارښتنه وکړه چې د ژوند په ټولو چارو کې د الهي نعمتونو شکر ادا کړي او د مسؤلینو او استادانو لپاره یې مهمې لارښوونې وکړې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۱۲:۲۰
Background image

په البیروني پوهنتون کې د نیالګیو کېنولو بهیر پیل شو

د شنو سیمو د پراختیا او د سالم چاپېریال د رامنځته کولو په موخه، په البیروني پوهنتون کې د نیالګیو کېنولو بهیر عملاً پیل شو او د پوهنتون انګړونو ته بېلابېل مثمر او زینتي نیالګي راوړل شول.. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۱ - ۱۰:۳
Background image

د البیروني پوهنتون عمومي رئیس د امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی ورعاه د احکامو، فرمانونو او هدایاتو د تطبیق د درسي لړۍ درس استادانو ته وړاندې کړ

د " امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی ورعاه د احکامو، فرمانونو او هدایاتو د تطبیق" تر سرلیک لاندې د درسي لړۍ په دوام، چې د تېرې اوونۍ راهیسې په اوونې کې د یو ساعت لپاره د البیروني پوهنتون د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۳ - ۱۴:۲۹
Background image

په البیروني پوهنتون کې د استادانو لپاره د امیرالمؤ_منین حفظه‌الله تعالی ورعاه احکامو، فرمانونو او لارښوونو د تطبیق د درسونو لړۍ پیل شوه

په البیروني پوهنتون کې د «د امیرالمؤ_منین حفظه‌الله تعالی ورعاه د احکامو، فرمانونو او لارښوونو د تطبیق» تر عنوان لاندې د درسونو لړۍ، نن دوشنبه د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د شعبان‌المعظم پر ۱۴مه، د. . .

BACK TO NEWS