د البیروني پوهنتون د لیلیو محصلانو د ډیټابېس مدیریتي سیستم جوړ او روزنیز ورکشاپ یې وړاندې شو

islam_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۱:۳۰

د لیلیو د شامل محصلانو د معلوماتو د مدیریت بهیر د ښه والي او د هغوی د معلوماتو د ثبت، تنظیم او ساتنې د اسانتیا په موخه، د البیروني پوهنتون د معلوماتي ټکنالوژۍ آمریت له لوري د دې پوهنتون د لیلیو د محصلانو د ډیټابېس مدیریتي سیستم جوړ شو.

په همدې مناسبت، د البیروني پوهنتون د معلوماتي ټکنالوژۍ آمریت له لوري، د دې پوهنتون د معلوماتي ټکنالوژۍ مرکز په تالار کې د لیلیو مسؤولینو ته د یاد سیستم د کارونې د پېژندنې په موخه روزنیز ورکشاپ وړاندې شو.

په دې ورکشاپ کې د معلوماتي ټکنالوژۍ آمریت د هارډویر مدیر، محترم محمد ادریس قیومي، د سیستم د کارونې، د محصلانو د معلوماتو د ثبت او مدیریت او د یاد سیستم د امکاناتو څخه د ګټې اخیستنې د څرنګوالي په اړه د لیلیو مسؤولینو ته اړین معلومات وړاندې کړل.

د یاد سیستم جوړول د لیلیو د محصلانو د معلوماتو د مدیریت بهیر د معیاري کولو، معلوماتو ته د لاسرسي د چټکتیا او د البیروني پوهنتون د اداري چارو د ښه والي په برخه کې یو ګام ګڼل کېږي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۱:۳۰
Background image

د البیروني پوهنتون د لیلیو محصلانو د ډیټابېس مدیریتي سیستم جوړ او روزنیز ورکشاپ یې وړاندې شو

د لیلیو د شامل محصلانو د معلوماتو د مدیریت بهیر د ښه والي او د هغوی د معلوماتو د ثبت، تنظیم او ساتنې د اسانتیا په موخه، د البیروني پوهنتون د معلوماتي ټکنالوژۍ آمریت له لوري د دې پوهنتون. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۹:۳۴
Background image

د البیروني پوهنتون د کرنې پوهنځي محصلانو ته د «باغ ډیزاین» ښوونیز ورکشاپ وړاندې شو

د مسلکي پوهې د لوړولو او د باغ ډیزاین له اصولو سره د محصلانو د اشنا کولو په موخه، د البیروني پوهنتون د کرنې پوهنځي د هارټیکلچر (باغدارۍ) څانګې د درېیم او څلورم ټولګیو محصلانو ته د «باغ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۹:۹
Background image

د البیروني پوهنتون د ژورنالېزم پوهنځی د خزاني والیبال سیالیو اتل شو

د ۱۴۰۵ هـ.ش کال د خزاني والیبال سیالۍ، چې د البیروني پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت د ورزشي عمومي مدیریت له لوري د یاد پوهنتون د نهو پوهنځیو د والیبال ټیمونو ترمنځ ترسره شوې وې، د. . .

BACK TO NEWS