د البیروني پوهنتون د طب پوهنځي استادانو او د تدریسي روغتون ډاکټرانو ته د "ساري ناروغیو (IPC) او د هغو د مخنیوي لارو چارو" په اړه یو ورځنی روزنیز سیمینار وړاندې شو

islam_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۴:۴۵
البیرونی

د البیروني پوهنتون د علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو د مسلکي پرمختیا مرکز آمریت له لوري د "ساري ناروغیو (IPC) او د هغو د مخنیوي لارو چارو" تر سرلیک لاندې یو ورځنی روزنیز سیمینار د طب پوهنځي استادانو، ډاکټرانو، کارکوونکو او ستاژرانو ته د دغه پوهنتون د تدریسي روغتون په تالار کې وړاندې شو.

په دغه سیمینار کې د البیروني پوهنتون د علمي چارو مرستیال، ښاغلي شیخ‌الحدیث شاکرالله وحدت، هم ګډون کړی و. نوموړي د سیمینار په پیل کې د دې پروګرام له تنظیموونکو مننه وکړه او د حفظ‌الصحې د ارزښت، د ساري ناروغیو د مخنیوي او د اسلامي شریعت له نظره د روغتیايي اصولو د مراعات په اړه خبرې وکړې. هغه د ټولنې د روغتیا د ساتنې په برخه کې د روغتیايي کارکوونکو پر ګډ مسؤلیت ټینګار وکړ.

ورپسې د طب پوهنځي د داخلې څانګې استاد، پوهنیار دوکتور عبدالبشیر بشري، د ساري ناروغیو (IPC)، د هغو د لېږد لارو، د وقایې او مخنیوي طریقو، په روغتیايي چاپېریالونو کې د حفظ‌الصحې د اصولو د رعایت او د دغو ناروغیو د خپرېدو په مخنیوي کې د روغتیايي کارکوونکو د رول په اړه هر اړخیز او تفصیلي معلومات له ګډونوالو سره شریک کړل.

همدارنګه، ګډونوالو له وړاندې شویو مطالبو هرکلی وکړ او د ورته علمي او روزنیزو پروګرامونو پر دوام یې ټینګار وکړ.

سیمینار په پای کې د خیر په دعا سره پای ته ورسېد.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۰:۳۴
Background image

د البیروني پوهنتون د جدیدالشمولو محصلانو د نوم‌‌لیکنې بهیر پیل شو.

د هغو محصلینو د رسمي نوم‌لیکنې بهیر، چې د ۱۴۰۵ هجري لمریز کال د کانکور عمومي ازموینې له لارې د البیروني پوهنتون نهو پوهنځیو ته د بریالي کېدو ویاړ ترلاسه کړی، نن پنج‌شنبه، د ۱۴۰۵ هـ.ش. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۰:۲۱
Background image

د لوړو زده‌کړو وزارت د دعوت او ارشاد ریاست له لوري د البیروني پوهنتون پرسونل ته اصلاحي وینا وړاندې شوه

د لوړو زده‌کړو وزارت د دعوت او ارشاد ریاست مسؤلینو د البیروني پوهنتون د رهبرۍ، استادانو، اداري او خدماتي کارکوونکو لپاره اصلاحي وینا وړاندې کړه.

په همدې مناسبت جوړه شوې غونډه کې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۱۴:۲
Background image

د البیروني پوهنتون استادانو ته د (د البیروني پوهنتون د نړیوالې علمي مجلې د نوي فارمټ له مخې د علمي مقالو چمتو کول او لیکل) روزنیز ورکشاپ وړاندې شو

د استادانو د علمي ظرفیتونو د لوړولو، د څېړنیزو مقالو د لیکنې د معیاري کولو او د البیروني پوهنتون د نړیوالې علمي مجلې له نوي فارمټ سره د هغوی د بلدتیا په موخه، د (د البیروني پوهنتون د. . .

BACK TO NEWS