د کانکور خبرتیا ۱۴۰۴

islam_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۵ - ۱۴:۱۰
کانکور پوهنتون البیرونی

د کاپیسا ولایت ټول هغه ګډونوال، چې د ١٤٠٤ ل.ل کال کانکور ازموینې لپاره يې نوملیکنه کړې ده؛ خبر ورکول کېږي، چې د بایومټریک او ازموینې لپاره دې په لاندې نیټو البيروني پوهنتون ته مراجعه وکړي.

١- هغو کسانو چې د عمومي کانکور ازموینې لپاره يې نوملیکنه کړې ده او په آی ډي کارت کې یې لمړۍ یا اوله ورځ لیکلي وي؛ د بایومټریک لپاره سبا سه شنبه د غبرګولي میاشتې په ٦ مه نېټه له ٦:٠٠ بجو څخه تر مازیګر ٤:٠٠ بجو پورې او د ازموینې لپاره د پنجشنبې ورځ همدې میاشتې په ٨ مه نېټه سهار ٦:٠٠ بجې البيروني پوهنتون ته ځانونه حاضر کړي.

٢- هغو کسانو چې د عمومي کانکور ازموینې لپاره يې نوملیکنه کړې ده او په آی ډي کارت کې یې دویمه ورځ لیکل شوي وي؛ د بایومټریک لپاره د چهارشنبې ورځ د غبرګولي میاشتې په ٧ مه نېټه د سهار له ٦:٠٠ بجو څخه تر مازیګر ٤:٠٠ بجو پورې او د ازموینې لپاره د جمعې ورځ د همدې میاشتې په ٩ مه نېټه سهار ٦:٠٠ بجې البيروني پوهنتون ته ځانونه حاضر کړي.

٣- اختصاصي، دیني مدارسو او شپني کانکور ګډونوال چې د ازموینې ګډون کارتونه ورته نه دې ورکړل شوي؛ هغوى دې د کارتونو ترلاسه کولو او بایومټریک لپاره د چهارشنبې ورځ غبرګولي میاشتې په ٧ مه نېټه د سهار له ٦:٠٠ بجو څخه تر مازیګر ٤:٠٠ بجو پورې او د ازموینې لپاره د جمعې ورځ د همدې میاشتې په ٩ مه نېټه سهار ٦:٠٠ بجې البيروني پوهنتون ته ځانونه حاضر کړي.

 یادونه: په کانکور ازموینه کې ټول ګډونوال د بایومټریک او ازموینو په ورځو کې باید له ځان سره آی ډي کارت او اصلي تذکره یا اصلي پاسپورت ولري.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۰:۱۲
Background image

د البیروني پوهنتون نړیوالې علمي مجلې نړیوال معیاري (ISSN) شمېره ترلاسه کړه

د البیروني  پوهنتون نړیوالې علمي مجلې د نړیوالې معیاري (ISSN) شمېرې  ترلاسه کولو ویاړ خپل کړی، چې دا د هېواد د اکاډمیکې ټولنې لپاره یو مهم علمي پرمختګ بلل کېږي.

د البیروني پوهنتون. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۹:۲۰
Background image

د البیروني پوهنتون استادانو ته د “د اسلامي شریعت له نظره د آمر پر رعیت او د رعیت پر آمر حقوق ” تر سرلیک لاندې یو ورځنی ښوونیز سمینار وړاندې شو

د “د اسلامي شریعت له نظره د آمر پر رعیت او د رعیت پر آمر حقوق ” تر سرلیک لاندې یو ورځنی ښوونیز سمینار، د البیروني پوهنتون د علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو د مسلکي پراختیا مرکز آمریت. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۴:۲
Background image

د ناسمو رواجونو د مخنیوي په اړه د امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی ورعاه فرمان چاپ شو

د ناسمو رواجونو د مخنیوي په موخه د امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی ورعاه  فرمان چاپ شو. په دغه فرمان کې د خوښیو، ودونو، مصیبتونو او همدارنګه له حج او عمرې څخه د راستنېدو پر مهال د ناسمو. . .

BACK TO NEWS