البیروني پوهنتون کې فراغت غونډه ترسره شوه

islam_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۸/۲۲ - ۱۴:۱
 البیرونی پوهنتون

د البيروني پوهنتون بېلابیلو پوهنځيو څخه د سږ ١٤٠٢ ل.ل تحصیلي کال ٧١٥ تنو فارغانو لپاره جوړه شوې فراغت غونډه ترسره شوه.
په دغه فراغت غونډه کې، چې د البیروني پوهنتون لخوا چمتو او ترتيب شوې وه؛ پکې د پوهنتون رئیس، ښاغلي مفتي وقایت الله وقار حنفي، علمي چارو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالاحد ح ق اني، محصلانو چارو مرستیال، ښاغلي پوهنیار مشتاق حقیار، مالي او اداري چارو مرستیال، ښاغلي قاري محمدالدین انس، د کاپیسا ولایت والي، ښاغلي قاري احسان الله بریال، د کاپیسا ولایت مرستیال والي، ښاغلي شیخ اسدالله سنان، د کاپیسا ولایت امنیې قومندان، حاجي عثمان ترابي، د کاپیسا علماؤ شورا ښاغلي رئیس، د کاپیسا ولایت بیلابیلو ادارو درنو رئیسانو، د کاپیسا لمړۍ حصې درنو منسوبینو، د البيروني پوهنتون د پوهنځیو درنو رئیسانو، درنو استادانو، محصلینو، اداري کارکوونکو او د فارغانو خپلوانو ګډون کړی وو.
د غونډې په پای کې د کاپیسا ولایت والي، ښاغلي قاري احسان الله بریال لخوا د پوهنتون هغو محصلینو ته د سل زره افغانیو جایزه اعلان کړه، چې سږ کال د خپلو ټولګیو په کچه لمړی، دویم او درېیمه نمره فارغ شول او همدا رنګه يې د البيروني پوهنتون استادانو په نماینده‌گي هم لس زره افغانیو جایزه اعلان کړه او د البيروني پوهنتون د غونډو تالار جوړولو ژمنه یې وکړه. 

د یادونې وړ ده، چې د البیروني پوهنتون په تاريخ کې دا لمړی ځل دی، چې د ټولو پوهنځيو محصلینو فراغت لپاره یوځایي شانداره غونډه ترسره کېږي او زرګونه کسان پکې ګډون کوي.

نېټه: دوشنبه، ٢٩/٤/١٤٤٥ ل.س
 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۰:۱۲
Background image

د البیروني پوهنتون نړیوالې علمي مجلې نړیوال معیاري (ISSN) شمېره ترلاسه کړه

د البیروني  پوهنتون نړیوالې علمي مجلې د نړیوالې معیاري (ISSN) شمېرې  ترلاسه کولو ویاړ خپل کړی، چې دا د هېواد د اکاډمیکې ټولنې لپاره یو مهم علمي پرمختګ بلل کېږي.

د البیروني پوهنتون. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۹:۲۰
Background image

د البیروني پوهنتون استادانو ته د “د اسلامي شریعت له نظره د آمر پر رعیت او د رعیت پر آمر حقوق ” تر سرلیک لاندې یو ورځنی ښوونیز سمینار وړاندې شو

د “د اسلامي شریعت له نظره د آمر پر رعیت او د رعیت پر آمر حقوق ” تر سرلیک لاندې یو ورځنی ښوونیز سمینار، د البیروني پوهنتون د علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو د مسلکي پراختیا مرکز آمریت. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۴:۲
Background image

د ناسمو رواجونو د مخنیوي په اړه د امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی ورعاه فرمان چاپ شو

د ناسمو رواجونو د مخنیوي په موخه د امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی ورعاه  فرمان چاپ شو. په دغه فرمان کې د خوښیو، ودونو، مصیبتونو او همدارنګه له حج او عمرې څخه د راستنېدو پر مهال د ناسمو. . .

BACK TO NEWS