د البیروني پوهنتون د ژورنالېزم پوهنځي د محصلانو درې ورځنی علمي سفر کابل ولایت ته پیل شو

islam_admin
Mon, Sep 28 2026 9:05 AM
سیر علمی محصلین ژورنالیزم

د البیروني پوهنتون د ژورنالېزم پوهنځي د څلورم ټولګي محصلانو، له علمي او رسنیزو چاپېریالونو سره د نږدې بلدتیا، د عملي تجربو د ترلاسه کولو او د ژورنالېزم او رسنیو په برخه کې د مسلکي مهارتونو د پیاوړتیا په موخه، د دغه پوهنځي د دوو تنو استادانو او د پوهنتون د ارشاد او دعوت آمریت د مبلغ په ملتیا، کابل ولایت ته درې ورځنی علمي سفر پیل کړ.

د دغه علمي سفر موخه له علمي او رسنیزو فعالیتونو، په رسنیو کې د کار له عملي طریقو، د محتوا د تولید او خپرولو له بهیر او د ژورنالېزم له څانګې سره اړوندو کاري چاپېریالونو څخه د مسلکي تجربو له ترلاسه کولو سره د محصلانو بلدتیا ده.

ټاکل شوې چې محصلان د دغه سفر په ترڅ کې د کابل پوهنتون له بېلابېلو برخو، انیس ورځپاڼې او طلوع ټلویزیون څخه لیدنه وکړي او له نږدې د کاري طریقو، رسنیزو فعالیتونو، د محتوا د تولید او خپرولو، د پروګرامونو د مدیریت او نورو مسلکي چارو سره بلدتیا ترلاسه کړي.

د یادونې وړ ده چې دغه علمي سفر د البیروني پوهنتون د محصلانو د انسجام خدماتو آمریت له خوا، د ژورنالېزم پوهنځي له ریاست سره په همغږۍ تنظیم او پیل شوی دی.